ملا عبدالعزیز زوری؛ د فراه ولایت علمي او فرهنګي شخصیت
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

ملا عبدالعزیز زوری

د فراه ولایت علمي او فرهنګي شخصیت

 

لیکنه: پوهاند عبدالشکور رشاد

دامتیاز خاوند (خپرونکۍ): د همگان خپلواکه مجله

17 د غوايي 91

 

       د دري او پښتو ژبو شاعر ملاعبدالعزیز زوری پښتون دی، پلار يي ملا عبدالکبیر او نیکه يي ملا کمال الدین د علم او فضل تښتنان وو.

      ملا عبدالعزیز په ۱۲۸۰ هـ. ق کال په فراه کي زیژیدلی او په ۱۳۵۲ هـ. ق د چچکتو په سرچشمه کي مړ او ښخ دی. چچکتو له اداري لحاظه د فاریاب (میمنی) په ولایت کي د قیصار ولسوالی پوري اړه لري او د افغانستان سرحدی څنډه کی واقع دی.

      ملا عبدالعزیز څخه د پارسی ژبي یو دیوان پاته دی، چي ځای ځای پښتو غزلی هم پکي سته.

      ددغه دیوان یوه خطی نسخه چي ما لیدلی ده د پای له خوا څه برخي او د سر یوه پاڼه يي هم ځني غزلي کښلی دی شاعر به مقاطعو کي کله خپل بشپړ نوم او کله «عزیز» راوړي.

      په نظم کي يي د سلوک او عرفان چاشنی ګډه ده. د محمدی عشق تجلاوي پکي لیدلی کیږي. وايي ملا عبدالعزیز په غور کي د شیخ میرمو دود علیه الرحمه و الرضوان مرید و او د حال برخه يي له ده څه وړي ده، د قال په علم کي يي هم ښه برخه درلوده، ډیر حق ګویه ملا و، ځکه يي نو په هغه سیمه کي په «خشک ملا عبدالعزیز» شهرت موندلی و، د کشف و کرامت په باب يي هم خبري کيږي.

ملا عبدالعزیز پر دغه مردف دیوان سربیره نور هم څه منظوم آثار لري.

 

د ملا عبدالعزیز د پښتو نظم نموني دا دي:

لاس مي نسه په محشر یا محمده!

طالب ستا یم د بشر یا محمده!

چي نالان یم، طلبګار دي د دیدن یم

مخ ښکاره کړه لکه لمر یا محمده!

ته زما پر سر کيږده قدمونه

حدقین که منور یا محمده!

چي بلبل غوندی فغان کوم محبوبه!

زه طالب یم ستا د دَر یا محمده!

خوار «عزیز» دی ثنا وايي څو ژوندی دی

شپه و ورځ په بحر و بر یا محمده!

٭٭٭

ستا په غم کي یم رضا یا محمده!

 د دیدن دی یم ګدا یا محمده!

په ژړاه و په زاري یمه محبوبه!

چې نظروکې پر ما یا محمده!

پادشاهان و ګدایان دې عاشقان دي

نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب